54 بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.
او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.
زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“
بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.