5 هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه.
او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى.
نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.
د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.
خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.