48 خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“
د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.
د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.
خو چې عيسىٰ لا دا خبرې کولې نو ډېر خلق راغلل، او يهوداه نومې سړے څوک چې د دولسو مريدانو نه يو وو، د هغوئ نه مخکښې وو. هغه عيسىٰ له راغلو چې ښکل يې کړى.
کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“