45 کله چې عيسىٰ د دُعا نه پاڅېدو او خپلو مريدانو له راغلو نو هغوئ يې غم زپلى اودۀ وموندل.
بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟
چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې.
هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“