Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 22:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 22:41
9 Iomraidhean Croise  

هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“


بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“


فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.


خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.


کله چې هغۀ خبرې ختمې کړې نو پولوس د هغوئ ټولو سره خُدائ پاک ته په سجده شو او دُعا يې وغوښته.


نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.


بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.


خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته.


کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan