4 او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى.
شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو.
نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو،
هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه.
بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟
پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.
په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.