39 بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.
هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِفګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،
د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِعنياه ته لاړو.
او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل.
او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو،
عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.