Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 22:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 22:36
10 Iomraidhean Croise  

د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.


عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“


ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“


هغوئ ووئيل، ”وګوره مالِکه، مونږ سره دا دوه تُورې دى.“ هغۀ وفرمائيل، ”دا کافى دى.“


دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.


ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“


په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.


نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan