35 عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.
فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“
مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى.
هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص.
لکه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه.“
په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.