Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 22:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 22:3
16 Iomraidhean Croise  

تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،


شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.


هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى.


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے.


او د يعقوب زوئ يهوداه، او يهوداه اِسکريوتى چا چې وروستو د هغۀ جاسوسى وکړه.


هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.


زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“


د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.


خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan