27 نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.