2 نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.
”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“
د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،