Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 22:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ د انګورو رس بيا تر هغې ونۀ څښم ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى رانۀ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 22:18
22 Iomraidhean Croise  

تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.


زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.


د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربان‌ګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى.


هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.


خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.


زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“


بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“


هغۀ ته يې د مُر چيړ سره ګډ کړى مے ورکول خو هغۀ ونۀ څښل.


او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“


هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده.


ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“


خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“


هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو،


خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan