15 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم.
زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى.
کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو.
ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“
د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.