13 هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.
دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“
کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.