11 او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟
کۀ څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپرېږدى.“
او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟
او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“
هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا زمونږ د مالِک په کار دے.“
او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ.
نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“
کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.