10 هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ.
څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“
او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟
هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،