9 او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.
”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.
بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى.
کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.