Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 21:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 21:37
15 Iomraidhean Croise  

په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.


هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،


بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ‌عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.


د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.


هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.


په بله ورځ چې هغوئ د بيتِ‌عنياه نه ووتل نو عيسىٰ اوږے شوے وو.


او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل.


زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“


هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،


اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.


د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه.


بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.


د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِ‌عنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو.


نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو.


بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan