”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.
خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.
پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.
خو دې ته ګورئ چې څوک د خُدائ پاک د فضل نه پاتې نۀ شى، او هسې نه چې چرته زهريله جرړه راونۀ ټوکيږى او ستاسو دپاره د عذاب سبب شى او د هغې په سبب ډېر خلق پليت شى.
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.