31 هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده.
”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى.
ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.