3 هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى.
او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې.
ځکه چې دې نورو چې په شکرانې کښې څۀ هم واچول هغوئ د مال د زياتوالى په سبب واچول خو د هغې سره چې د خپلې ګزارې نه هم کم وُو، هغه ټولې يې واچولې“
خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو.
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“
نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.