27 بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.
نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.
بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.
هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“
بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى.
په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى.
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.
بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو.