26 په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى.
په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.
ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.
او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“
ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.
په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.
بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.