Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 21:21
13 Iomraidhean Croise  

بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“


خو د لوط ښځې شا ته وکتل او د مالګې ستن ترې جوړه شوه.


هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.


خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د بابليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“


نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.


اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيت‌هکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.


هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.


کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې کله هم کور ته ښکته نۀ راکوزيږى چې څۀ ترې وباسى.


بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan