16 تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى،
تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“
تاسو هر يو په خپل دوست نظر ساتئ او په خپل ورور هم اعتبار مۀ کوئ. ځکه چې هر يو ورور ستاسو دوکه مار دے، او هر يو دوست غېبت کوونکے دے.
ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.
دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى.
هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو.
کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.
هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربانګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو.