13 نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى.
د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو،
او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے.
دا د خُدائ پاک د رښتونى عدالت ثبوت دے د دې دپاره چې تاسو د خُدائ پاک د هغه بادشاهۍ لائق کړى چې د کوم دپاره تاسو تکليفونه هم زغمئ.