11 لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.
نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.
زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.
بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى.
خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.