10 بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.
قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى خو دا به د لنګون د دردونو شروع وى.
لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.
او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“
چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.
د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.