6 خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ.
هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.
خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“
بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.
او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،
په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ چرې مونږ ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟
نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“
خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.
ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“
په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.