Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 20:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 20:37
10 Iomraidhean Croise  

زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.


او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.


او کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې.


بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې.


بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.


د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan