28 او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.
بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.
يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه.
بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“
نو اوس اووۀ وروڼه وُو. وړومبى وادۀ وکړو او بېاولاده مړ شو.