27 بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل.
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“
بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول.
نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟