Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 20:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 20:26
14 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله.


بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.


په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.


فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول.


عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.


او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.


د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.


نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan