23 عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل،
چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو.
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟
نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.
نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“
”ما ته د سپينو زرو يوه سيکه وښايئ. په دې د چا تصوير دے او د چا نوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“
خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟
خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو.
او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟
مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.
ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.