Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 20:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 20:22
14 Iomraidhean Croise  

بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.


زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.


خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو مو بادشاه له محصُول ورکړى.


چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“


پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“


هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې.


عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل،


او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“


د هغۀ نه پس د مردم‌شمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه.


د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.


ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan