18 هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په هر چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“
په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.
کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.
هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“
ځکه چې هغوئ مونږ غېريهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.