11 هغۀ بيا بل نوکر ورولېږلو خو هغوئ هغه هم ووهلو او بېعزته يې کړو، او تش لاس يې واپس ولېږلو.
بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربانګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې.
بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بېعزته يې کړو.
کله چې موسم راغلو نو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د انګورو د پېداوار برخه وصول کړى خو زميندارو هغه ښۀ ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو.
هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو.
داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.
خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بېعزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.