1 يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل.
هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.
او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“
د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.
پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.
هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.