7 او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.
مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى.
خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم، سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.
د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى.
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“
هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.
او کله چې هغوئ لا هلته کښې وُو نو د هغې ماشوم د پېدا کېدو ورځې پوره شوې،
هم په دغه علاقه کښې څۀ شپونکى وُو چې په پټو کښې يې د شپې د خپلو رمو څوکيدارى کوله،
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،