46 په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول.
درې ورځې وروستو يربعام او ټول خلق رحُبعام بادشاه ته راواپس شول، لکه څنګه چې دې بادشاه ورته وئيلى وُو.
هغۀ ورته ووئيل، ”درې ورځې پس راشئ نو زۀ به تاسو له جواب درکړم.“ نو هغوئ لاړل.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو.
يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟
خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملىايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.
دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى.