Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 2:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 او هغوئ ټوله ورځ په دې خيال سفر وکړو چې ګنې هغه به په قافله کښې چرته وى، خو ماښام يې بيا په خپلو خپلوانو او دوستانو کښې د هغۀ لټون شروع کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 2:44
6 Iomraidhean Croise  

تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،


او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.


نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه.


چې وې نۀ موندلو نو يروشلم ته راواپس شول چې هلته يې ولټوى.


د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan