42 او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل.
هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى.
د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.
نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه.
بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو،
نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل.