40 نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.
تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم، ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.
او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو.
او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو.
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
نو اے زما زويه، نو بيا تۀ په هغه فضل مضبوط شه چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.
نو د هغۀ د ښځې يو زوئ وشو او سمسون نوم يې ورباندې کېښودو. هغه ماشوم لوئېدو او مالِک خُدائ برکت ورکړو.
په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.
مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.
سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.
چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.