36 په دغه ورځو کښې د آشر په خيل کښې حناه نومې يوه پېغمبره وه څوک چې د فنواېل لور وه. هغه ډېره بوډۍ ښځه وه او د وادۀ په اوؤم کال کونډه شوې وه،
او لِياه ووئيل، ”زۀ څومره خوشحاله يم. اوس به ښځې ما ته خوشحاله وائى.“ نو هغې د هغۀ نوم آشر کېښودو.
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
”اوس اے بنى آدمه، خپل مخ دې د دې ښځو په خلاف راواړوه څوک چې د خپلې خېټې نه نبوت کوى. د هغوئ خلاف نبوت وکړه.
ځکه چې د ډېرو خلقو د زړُونو پټ خيالونه به ښکاره شى. او د غم په وجه به ستا حال داسې وى لکه ستا زړۀ چې په تُوره وهلے شوے وى.“
نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.
تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى.
د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو.
خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ.
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
هغه کونډه دې د امداد په فهرست کښې وليکلے شى کومه چې د شپېتو کالو نه کمه نۀ وى او چې يو ځل وادۀ شوې وى.
په پينځم ځل پچه د آشر قبيلې د کورَنو راووتله.
دولس زره د آشر د قبيلې نه، دولس زره د نفتالى د قبيلې نه، دولس زره د منسى د قبيلې نه،
نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو.
د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو.