33 د ماشوم مور او پلار هغه خبرو ته ګوته په خولۀ وو کومې خبرې چې د هغۀ په حقله وئيلے شوې.
زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.
عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.
عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.
او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.
مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“
دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.
او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل. ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل،