3 د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردمشمارۍ دپاره لاړو.
عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“
په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردمشمارى وشى.
دا وړومبۍ مردمشمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه.
نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيتلحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو.
او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه.