29 ”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې،
او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې.
يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“
نېکانو او صادقانو ته وګوره، د دوئ آئنده به وى په خير سره.
روحُ القُدس هغۀ ته دا پېغام ورکړے وو، ترڅو پورې چې تا د مالِک خُدائ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغې به تۀ نۀ مرې.
نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې،
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“