28 نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې،
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.
بيا هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو او خپله غېږه يې ترې تاو کړه او ورته يې وفرمائيل،
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه.
سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.
خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.
نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى،
”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې،
بنى اِسرائيل خوشحاله وُو او د خُدائ پاک ثناء صِفت يې کولو. هغوئ جنګ له د تلو او هغه خبرې پرېښودې چې هغه مُلک به تباه کړُو چرته چې د روبين او جاد خلق اوسيږى.