27 نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى،
بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته.
روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.
نو د موسىٰ د شريعت په مطابق چې د هغوئ د څلوېښتۍ ورځې پوره شوې نو يروشلم ته يې بوتلو چې مالِک خُدائ ته يې پېش کړى،
نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې،
د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.
مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“
بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.
عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو،
خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى.
روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو.
کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل.
نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“
خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.
روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.